د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه په داسې حال کې چې دغه پیښه په شدیدو الفاظو غندي، په هرات ولایت کې د حکومت له مسؤولانو څخه غواړي چې دغه موضوع په جدي توګه بررسي او پایلې یې د هیواد د رسنیو له کورنۍ او ولس سره شریکې کړي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د ناب ټلویزیون پر ودانۍ باندې برید په کلکه غندي او په رسنیو او خبریالانو باندې بریدونه په هیڅ توګه د توجیه وړ نه بولي.
د هیواد پیژندل شوی عکاس نجیب الله مسافر چې تیره اونۍ د عدلي او قضایي ارګانونو له خوا په شپږ میاشتو بند باندې محکوم شو، د جمهور رییس محمد اشرف غني له خوا د بخښنې د یوه فرمان په صادریدلو سره وبخښل شو او ډیر ژر به را خوشې شي.