افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه، د مې د درېیمې په مناسبت، چې د مطبوعاتو د ازادۍ له نړیوالې ورځې سره سمون خوري، د رسنیو د ملاتړ او ورته اړوند ټولو نړیوالو او ملي سازمانو سره په یوه غږ د بې پرې رسنیز کار پر اهمیت ټینګار کوي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري د رسنيو او خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه په هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، غزني، کندز، لغمان، جوزجان، سمنګان، نیمروز، غور، فراه، کونړ، لوګر، نورستان، بغلان، بدخشان، هلمند، بامیان، بادغیس او پکتیکا ولايتونو کې د ۳۱ دولتي ادارو له مسوولینو سره د عدالت غوښتنې غونډې وکړې.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو د راپور جوړولو پر مهال د پکتیا ولایت د ملي تلویزیون د خبریال عبدالغفور عابد د شهادت په اړه د رسنیو ستر کور او د نوموړي کورنۍ سره خواخوږي ښيي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه، اطلاعاتو ته د لاسرسي د نړیوالې ورځې په مناسبت، دقیقو او پر وخت اطلاعاتو ته د مسؤلانه لاسرسي پر بنسټیز او حیاتي اهمیت ټینګار کوي.
په ډېرې خواشینۍ سره، ناصر ظاهري، د بلخ ولایت یو مشهور خبریال او انځور اخیستونکی، د ورپېښې ناروغۍ له امله د ژوند پور پرې کړ.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې چې د بیګم او جوانان راډیوګانو د خپرونو د بیا پیل په اړه په دوامداره توګه هڅې وکړې او له اړوند مسوولینو سره د دې موضوع د حل په موخه په اړیکه کې وه، د دې دوو رسنیو د خپرونو د بیا پیل هر کلی کوي.
په ډېرې خواشينۍ سره چې د فاریاب ولايت يوه تکړه خبریاله مونسه همدم د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوه.
د اطلاعات او فرهنګ وزارت د تایید په اساس، د اسلامي امارت وزیرانو شورا پرېکړه کړې، چې په لومړۍ درجه ولایتونو کې دې د رسنیو د فریکونسي جوازونو فیس ۵۰ سلنه کم کړل شي او له دې درکه په رسنیو د تېرو کلونو پاتې پیسې دې د درېیو کلونو په موده کې په بېلابېلو قسطونو کې تادیه کړل شي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنیو د ملاتړ نړیوالو او داخلي بنسټونو په څېر اطلاعاتو ته د لاسررسي د نړیوالې ورځې د نمانځې په لړ کې د دې ورځې مبارکي وایي.
په ډېرې خواشينۍ سره چې د افغانستان يو تکړه طنز لیکونکی محمد عثمان اکرم د سرطان ناروغۍ له امله ومړ.