خپرونې

  • کلنی ریپوټ ۲۰۲۰

    4. February 2021, 14:12

    په ۲۰۲۰ کال کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو پروړاندې ۱۳۲مورده د تاوتریخوالو پیښې چې (ټپي کیدل، وهل ټکول، تښتونې، د ګواښلو بیلابیل ډولونه، غلاوې او ناقانونه چلند) پکې شامل وو،ثبت کړي دي. د ۲۰۱۹په پرتله چې د تاوتریخوالو شمیرې 105 مورده وې دغو شمیرو سږکال 26 سلنه زیاتوالی موندلی دی.

  • شپږ میاشتنی رپورټ د ۲۰۲۰ له جنوری نه تر جون پورې

    20. July 2020, 14:43

    د ۲۰۲۰کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۲پیښې ثبت کړې دي چې د کمیت له اړخه د تیر کال له شپږو لومړیو میاشتو سره ډیر توپیر نه لري،ځکه چې د تیرکال په لومړیو شپږومیاشتو کې د کمیټې لخوا د تاوریخوالي  ۴۵پیښې ثبت شوې وې. د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالو او ګواښونو له ټولو مواردو ۲یې د وژنې، ۱۱د ټپي کیدو، ۶د وهل ټوکلو، ۹د سپکاوي، ۷د ګواښنې، ۴د تښتونې، ۲دغلا، او ۱مورد هم ناقانونه چلند ( د میاشتني معاش نه ورکول) دي.

  • report-annual.jpg

    کلنی ریپوټ 2019

    25. January 2020, 18:56

    هېواد په عمومی ډول  په ال ۲۰۱۹ کې د اقتصادی بحران سره مخ و چې د هېواد رسنې یې د سخت اغیز لاندې راوستې دې او د هېواد ۴۰ رسني د اقتصادی ستونزو له امله تړلې شوي. هم دا رنګه ،۴۰۹ خبریالان او د رسنیو کارونکی ېې له دندو په پرېښدلو مجبور کړي .

  • شپږ میاشتنی رپوټ د ۲۰۱۹ له جنورۍ تر جون پورې

    15. July 2019, 14:38

    این گزارش به زبان پشتو موجود نیست.

  • کلنی ریپوټ 2018

    20. January 2019, 15:25

    د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د  ۱۷ وژنو ترڅنګ، د ټپي کیدو  ، ۱۵ وهل ټوکلو  ، ۲۱ د ګواښلو  ، ۲۸ د سپکاوي او بد چلند، ، ۲۳د لنډ مهال  ۵موردونه او د تښتونې او له سپکاوي سره یو ځای له دندې د ایستلو یو یو مورد ثبت کړي دي. په ۲۰۱۸ کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی  ۱۲۱ مورده د  ۲۰۱۷ کال په پرتله ۳۸ سلنه کموالی ښیي ځکه چې کمیټې په  ۲۰۱۷ کال کې د خبریالانو او رسنیو کارکونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي  ۱۶۹ پیښې ثبت کړې وې.

  • شپږ میاشتنی رپورټ د ۲۰۱۸ له جنوری نه تر جون پورې

    20. July 2018, 14:34

    د ۲۰۱۸میلادي کال لومړنۍ شپږ میاشتې د افغانستان د خبریالانو او رسنیو کورنۍ ته تر ټولو خونړۍ موده وه. په دغه موده کې د خبریالانو او رسنیو د کارکونکو پروړاندې د تاوتریخوالي ۸۹ پیښې ثبت شوي، له دې جملې ۱۱ مورده یې د خبریالانو د وژنو پیښې دي چې هم د شدت او هم د شمیر له مخې بې مخینې دي. ټول هغه خبریالان چې په دغه موده کې وژل شوي دي په هدفمنده او مستقیمه توګه تربرید لاندې راغلي دي.

  • شپږ میاشتنی رپورټ د ۲۰۱۷ له جولای نه تر دسامبر پورې

    10. January 2018, 15:29

    په هیواد کې د ناامنیو او بې ثباتیو ډیریدو د خبریالۍ په برخه کې خپلې مستقیمې اغیزې پریښي دي. د خبریالانو پروړاندې بې مخینې ګواښونو او تاوتریخوالو د رسنیو او بیان د ازادۍ د پایښت او سلامتیا په برخه کې خورا ډیرې اندیښنې رامنځته کړې دي، ځکه چې د بیان او رسنیو ازادي او د رسنیو زیاتیدا په تیرو شپاړسو کلونو کې د هیواد له خورا مهمو لاسته راوړنو څخه شمیرل کیږي. د رسنیو پر وړاندې ګواښونه د هیواد د یوې سترې لاسته راوړنې پروړاندې ګواښ بلل کیږي.

  • شپږمیاشتنی رپورټ، د ۲۰۱۷ له جنورۍ نه تر جون پورې افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیو لپاره خطرناکه هیواد

    14. July 2017, 14:26

    د ۲۰۱۷میلادي کال په لومړیو شپږومیاشتو کې کمیټې ۷۳ د تاوتریخوالي پيښې ثبت کړې دي چې پکې د وهلو ټکولو، ټپي کیدو، سپکاوي ، ګواښنې او لنډې مودې نیونې شاملې دي.دغه شمیره په تیرو ۱۶کلونو کې د کال په لومړیو شپږومیاشتو که دخبریالانو پروړاندې دتاوتریخوالي ترټولو لوړه کچه ښیی. دغه شمیره د ۲۰۱۶میلادي کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله  ۳۵سلنه زیات والی ښیي  تیرکال دا وخت د تاوتریخوالي ۵۴ قضیې ثبت شوې وي.

  • شپږ میاشتنی رپورټ د ۲۰۱۶ له جولای تر ډسامبره له ۲۰۱۲ نه تر ۲۰۱۶ پورې د خبریالانو پر وړاندې د تا وتر یخوالو دارزونې

    20. January 2017, 15:23

    ۲۰۱۶ کال د افغانسـتان د تاريـخ پـه اوږدو کـې د خبريالانـو او رسـنيو پـر وړانـدې خونـړی او مرګونـی کال شـمېرل کېـږي . پـه دې کال کـې ۱۳ تنـه خبريـالان ووژل شـول ، هغـه شـمېر چـې د افغانسـتان پـه تاريـخ کـې مخينـه نـه لـري . لـه دې سره سره چـې تهديدونـه د حکومتـي افـرادو پـه ګـډون د بېـا بېلـو ډلـو لخـوا رامنځتـه کېـږي ، خـو د خبريالانـو او رسـنيو پـر وړانـدې د طالبانـو دريـځ بدلېـدل د تهديدونـو د زياتـوالي او تاوتريخـوالي د مرګـوني کېـدا سـبب ګرځيـدلي

  • شپږ میاشتنی رپوټ جنوری - جون ۲۰۱۶ په وروستیو ۱۵ کلونو کې دخبر رسونې دبهیرپه اړه ځانګړی رپوټ

    10. July 2016, 14:18

    ۲۰۱۶ کال د افغان خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال بلل شوی دی. یوازې په تیرو شپږومیاشتو کې تر دې دمه لس خبريالان وژل شوي چې دغه شمېره د افغانستان د رسنيو په تاريخ کې بې سارې ده. له بل پلوه دافغان خبریالانو دخوندیتوب کمیټه کې ثبت شوې شمیرې دتیرکال همدغه مهال په پرتله دخبریالانو پروړاندې دتاوتریخوالوپیښو کې ۳۸سلنه زياتېدنه ښيي. په دغو پیښو کې وژنې ، ټپي کیدل او دخبریالانو پروړاندې نور ګواښونه شامل دي چې دا ټول د خبريالانو د خونديتوب پر وړاندې يوه جدي انديښنه بلل شوې ده.