کابل، افغانستان: د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د خبریالانو او رسنیو د کارکونکو د وضعیت، د بیان او رسنیو د ازادۍ او د خبریالانو د وضعیت د لا ښه کیدو په اړه د هیواد د رسنیزې ټولنې د وړاندیزونو په اړه خپل شپږ میاشتنی رپوټ خپور کړ.
په دغه رپوټ کې په مشخصه توګه د ۲۰۲۰ کال لومړیو میاشتو کې د خبریالانو د وضعیت، د کرونا ناورین پر مهال اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي، د سولې خبرې اترې او بیان د ازادۍ، د بیان او رسنیو د ساتنې لپاره د کمیټې د لارې نقشې، او د رسنیو د تازه طرحې د ستونزو په اړه مسایل مطرح شوي دي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مشر نجیب شریفي په دې اړه جوړ شوي خبري کنفرانس ته وویل:“د ۲۰۲۰کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۴پیښې ثبت کړې دي چې د کمیت له اړخه د تیر کال له شپږو لومړیو میاشتو سره ډیر توپیر نه لري،ځکه چې د تیرکال په لومړیو شپږومیاشتو کې د کمیټې لخوا د تاوریخوالي ۳۴پیښې ثبت شوې وې. د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالو او ګواښونو له ټولو مواردو ۲یې د وژنې، ۱۱د ټپي کیدو، ۶د وهل ټوکلو، ۹د سپکاوي، ۷د ګواښنې، ۴د تښتونې، ۲دغلا، او ۱مورد هم ناقانونه چلند ( د میاشتني معاش نه ورکول) دي”.
د ښاغلي شریفي په وینا د تاوتریخوالو د عاملینو په ډله کې په دغو شپږو میاشتو کې د طالبانو او داعش ډلې د تاوتریخوالو او ګواښونو د ۱۸ پیښو د مسوولیت په لرلو سره، د خبریالانو پروړاندې د ترټولو زیاتو تاوتریخوالو مسوولین دي.له دې سره باید په یاد ولرو چې د تاوتریخوالو د شدت او جرمي قباحت له اړخه کوم څه چې د دولت مخالفینو د خبریالانو پروړاندې ترسره کړي له حکومتي هغو څو ځله درانه او بد دي، ځکه تروریستي ډلې د خبریالانو په وژولو، تښتونو او ټپي کولو تورنې دي. په حکومت پورې اړوند کسان بیا په دویمه درجه کې دي او د خبریالانو پروړاندې د تاوریخوالو د ۱۳قضیو مسوولیت لري . زورواکي د۳، غله د ۲ ناپیژنده کسان د ۵ او د رسنیو مسوولین د ۱مورد تاوتریخوالي مسوولین پیژندل شوي دي.
د کمیټې موندنې ښیی چې اطلاعاتو ته نه لاسرسی، د خبریالانو او رسنیو پروړاندې پراخ ګواښونه له هغو جدي ستونزو څخه دی چې لا تراوسه پرخپل ځای پاتې دي او تراوسه د حکومت له لورې په دغه خبره کې جدي تدابیر نه دي نیول شوي. د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې لسهاوو خبریالان له بیلابیلو تاوتریخوالو سره مخ شوي دي.
د سولې خبرې اترې او د بیان د ازادۍ د محدودیدلو په اړه اندیښنې د افغانستان د رسنیزې ټولنې بل هغه لوی تشویش و چې د ۲۰۲۰کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان د رسنیو ټولنه ورسره مخ وه. د حکومت له لوري د رسنیو د ازادۍ ساتنې ته جدي پاملرنه نه کول او له دغه ارزښت سره د طالبانو د ډلې مخالفت ددې لامل شوی چې د بیان د ازادۍ د راتلونکې په اړه ډاډ زیانمن شي.
د حکومت له لوري د ټولیزو رسنیو د قانون نوې طرحې هم د بیان د ازادۍ د محدودولو په اړه اندیښنې رامینځته کړې؛ چې له نیکمرغه د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې، د افغانستان ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو، ټولنیزو او مدني سازمانونو د عدالت غوښتنې له امله ولسمشرۍ ماڼۍ دغه طرحه د هیواد له پارلمانه بیرته وغوښته او د لا زیات تدقیق او له خبریالانو و د خبریالانو له ملاتړو او صنفي بنسټونو سره د سلا مشورې په خاطر د ولسمشرۍ دویم معاونیت ته په دې اړه دنده وسپارل شوه.چې بیا ددې موضوع د اواري په خاطر د حکومت او د هیواد د خبریالانو د ټولنې یوه دولس کسیزه کمیټه جوړه شوه، او کمیټې پریکړه وکړه چې د اوس لپاره دې ددغې طرحې طی مراحل کول ودریږي.
کمیټې همداراز د پورتنیو موضوعاتو په اړه افغان حکومت ته خپل مشخص وړاندیزونه هم وړاندې کړل او له افغان حکومت نه یې وغوښتل چې په دې اړه جدي پاملرنه وکړي.
نوټ: د افغان خبریالانو د کمیټې د شپږ میاشتني رپوټ په پشتو، دري او انګریزي ژبو نه ترلاسه کولای شئ.
