د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې په بلخ ولايت کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه له حکومتي مسوولينو، د يو شمېر رسنيو مديرانو او خبريالانو سره د همغږۍ او عدالت غوښتنې ناسته وکړه.
د حکومت او رسنيو د همغږۍ ګډه کمېټه څه موده وړاندې د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې په غوښتنه، د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او حکومتي بنسټونو او رسنيو ترمنځ د ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه جوړه شوه.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په درېیو ولایتونو کابل، هرات او ننګرهار کې د بېلابېلو رسنیو ۵۳ تنه خبریالانو ته «په راپور جوړونه کې د جنډر حساسیت» او «رواني درملنې» روزنیز پروګرامونه ترسره کړل.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د هرات، بلخ، ننګرهار، بغلان، لوګر، خوست، غزني او پروان له حکومتي مسوولینو، د سیمه ییزو رسنیو د یو شمېر مدیرانو او خبریالانو ترمنځ د همغږۍ او عدالت غوښتنې ناستې وکړې.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د ولایتي همغږۍ شپږ میاشتنۍ ناسته د کمېټې د مرکزي او ولایتي مسوولینو او کارکوونکو، د اطلاعات او فرهنګ وزارت د نشراتي معین او د دې وزارت د ویاند په حضور کې ترسره شوه.
په بدخشان کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د جنډر ولایتي استازې په دې ولایت کې د درخشان راډيو له مسوولینو او ښځینه خبریالانو سره د همغږي ناسته وکړه.
د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د رسنيو او حکومتي مسوولينو ترمنځ د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه د سرپرست حکومت د کورنيو چارو وزارت له وياند عبدالنافع ټکور سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمل پلان په څلورم کنفرانس کې چې د رسنیو د ملاتړ نړیوال بنسټ (IMS) او د رسنیو د ملاتړ یو شمېر نورو بنسټونو له لوري دایر شوی و، ګډون وکړ.