د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه په خوست ولایت کې د دې ولایت د څلورو سیمه ییزو رسنیو د خوشي کېدو هرکلی کوي.
د مطبوعاتو د آزادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت د طلوع نیوز تلویزیون په مناظره کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د استازي دریځ او څرګندوني له بده مرغه په رسنیز ډګر کې د ناسمو تعبیرونو لامل ګرځېدلې دي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه په خبریالانو، رسنیزو کارکوونکو، دیني عالمانو او ملکي وګړو شوې چاودنه په کلکو ټکو غندي.
د ایټالیا په جنوبي ساحلي اوبو کې د پناه غوښتونکو د یوې کښتۍ د ډوبېدو په غمجنه پېښه کې د هېواد د وتلي خبریالې تورپیکۍ امرخېل په ګډون تر ۷۰ ډېرو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
نن د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د عاملینو د معافیت ختمولو نړیواله ورځ ده. دا ورځ په ۲۰۱۳ کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع د ۶۸/۱۶۳ ګڼې پرېکړه لیک له مخې تصویب شوه.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د کابل نیوز ټلویزون د نشراتي فعالیت ودریدل په هیواد کې د اطلاعاتو د رسونې برخه کې لویه تشه ګڼي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه، د سپټمبر ۲۸مه د اطلاعاتو ته د لاسررسي نړیوالې ورځې په نمانځنه کې د رسنیو د ملاتړ په برخه کې له ملي او نړیوالو سازمانونو سره یو ځای کېږي.
د رسنیو د سرغړونو او شکایتونو د څېړنې کمیسیون چې په هېواد کې د نوي نظام له راتګ را په دې خوا غیر فعال و، نن ۰۱/۶/۱۴۰۱ هجري لمریز نېټه یې دوباره په فعالیت پیل وکړ.
په تیرو دوو ورځو کې د ارزګان او هلمند ولایتونو دوه تنه فعال خبریالان د اسلامي امارت له بند څخه آزاد شوي. د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د دغو دوو خبریالانو د خوشي کېدو هرکلی کوي.
د سه شنبې په ورځ د ۱۴۰۰هجري لمریزکال د کب په ۲۴مه د افغانستان د اسلامي امارت امنیتي ادارو په شفاهي توګه په کابل کې رسنیو ته خبرداری ورکړ چې د بهرنیو سریالونو خپرول دې بند کړي.