افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او د ګډو کمېټو د پياوړتیا په موخه په ننګرهار، کندز، هرات، نورستان، لغمان، زابل، سرپل، ارزګان، بدخشان، سمنګان، پکتیا، کاپيسا، فاریاب، نیمروز، فراه، بادغیس او میدان وردک ولايتونو کې د حکومت او رسنيو د ګډو کمېټو غونډې ترسره کړې.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په خوست ولایت کې له ځايي خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د هغوی د ستونزو، وړاندیزونو او اندېښنو د اورېدو په پار مشورتی ناسته وکړه.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په کندهار، بلخ، ننګرهار، خوست، کاپیسا، کونړ، لغمان، ارزګان، هلمند، پکتیا او نورستان ولایتونو کې د ۱۸ ځايي رسنيو له مسوولنيو او خبریالانو سره د رسنيو د وضعيت، فرصتونو او ستونزو په تړاو ناستې وکړې.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په ننګرهار، کندوز، پنجشیر، سرپل، بغلان، پکتیا، نورستان، لوګر، زابل، بامیان، ارزګان او بدخشان ولایتونو کې د یو شمېر ادارو ویاندویانو او مطبوعاتي مسوولینو سره کره او پر وخت اطلاعاتو ته د خبریالانو او رسنيو د لاسرسي په تړاو ناستې وکړې.
د خبریالانو د مسلکي خوندیتوب او علمي کچې د لوړوالي او د رسنيو د فعالیت د پیاوړتیا په برخه کې د زده کړو ارزښت ته په پام، افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د البیروني پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي سره د زده کړو، څېړنو او د ژورنالیزم محصلینو او خبریالانو د ظرفیت لوړونې په موخه د ګډو همکاريو هوکړهلیک لاسلیک کړ.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې روح الله سنګر په پروان ولايت کې د خپل نوي استازي په توګه معرفي کړ. له ښاغلي سنګر وړاندې مسرور لطفي په دغه ولايت کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازی و.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د خبریالانو د ستونزو، وړاندیزونو او اندېښنو د را ټولو په موخه د ننګرهار ولایت د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره مشورتي ناسته وکړه.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د رسنيو او خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه په کندهار، بلخ، کندوز، ننګرهار، لغمان، سمنګان، کونړ، بغلان، سمنګان، تخار، سرپل، فاریاب، جوزجان، هلمند، بامیانو، پکتیا او پکتیکا ولايتونو کې د ۲۳ دولتي ادارو له مسوولینو سره د عدالت غوښتنې ناستې وکړې.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د خبریالانو د ستونزو، وړاندیزونو او اندېښنو د را ټولو په موخه د بلخ ولایت د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره مشورتي ناسته وکړه.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د افغانستان د ملي راډيو تلویزيون د خبریال اروښاد عبدالظاهر صافي له کورنۍ سره خواخوږي وکړه.