د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې رييس د نیمروز ولایت مرستيال والي مولوي تورجان احمدي، د اطلاعاتو او کولتور رييس مفتي حبیب الله الهام او په دغه ولايت کې د يو شمېر ځایي رسنیو له خبریالانو سره رسنيز فعالیت پر وړاندې د پرتو ستونزو، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د خبريالانو د خوندیتوب په تړاو جلا ناستې وکړې.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې رييس د هرات ولايت د اطلاعاتو او کولتور رييس احمد الله متقي او په دغه ولايت کې د يو شمېر ځایي رسنیو له خبریالانو سره رسنيز فعالیت پر وړاندې د پرتو ستونزو، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د خبريالانو د خوندیتوب په تړاو جلا ناستې وکړې.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې کندهار، کندز، ارزګان، پنجشیر، سمنګان، ننګرهار، فاریاب، زابل، بغلان او تخار ولايتونو کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او د ګډو کمېټو د ځواکمنتیا په موخه د حکومت او رسنيو د ګډو کمېټو غونډې وکړې.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې په ننګرهار، بلخ، کندز، سرپل، بدخشان، بغلان، بامیان، او پروان ولايتونو کې د خبريالانو د ستونزو د حل په موخه د اطلاعاتو او کلتور رياستونو له مسوولینونو سره ولیدل.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په غزني، نورستان، کاپيسا، کندز او بغلان ولايتونو کې کره او پر وخت اطلاعاتو ته د خبريالانو د لاسرسي په موخه د سيمه ييزو ادارو له وياندويانو سره وکتل.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د کونړ له امنیه قوماندان مولوي ضياء الحق حامد، د غور له امنيه قوماندان ملا نور اقا حیدر او د بامیان له امنيه قوماندان سيد محمد حنيف عباده اغا سره د خبريالانو لپاره د کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه د عدالت غوښتنې غونډې وکړې.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د نیمروز له والي شیخ محمد قاسم خالد سره د خبریالانو د ستونزو د حل په موخه ناسته وکړه.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، په لغمان ولايت کې د رسنيو او خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه د دغه ولايت له والي شیخ شیر احمد حقاني سره شریکې کړې.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې رئیس د جوزجان د اطلاعات او فرهنګ له رئیس مولوي سیف الدین معتصم سره د خبریالانو د کار پر وړاندې په پرتو ننګونو، اطلاعاتو ته په لاسرسي او د خبریالانو د خوندیتوب په اړه ناسته وکړه.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مشر شمال زون ته د خپل سفر پرمهال په بلخ ولايت کې د يو شمېر ځايي رسنيو له مسوولینو او خبریالانو سره ولیدل.