اوونیز رپوټ

  • رسنۍ په اونۍ کې/ د ډسمبر دریمه اونۍ

    19. December 2021, 16:38

    تیره اونۍ هم په ولایتونو او زونونو کې د خبریالانو او دولتي چارواکو سره د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د استازو او همکارانو ناستې او لیدونو دوام درلود. په رسنیو کې د خبریالانو او مسلکي کارکوونکو کموالی د دغو غونډو له موندنو څخه یوه وه.

  • رسنۍ په اونۍ کې/ د ډسمبر میاشتې دویمه اونۍ

    12. December 2021, 07:49

    تیره اونۍ یو ښه خبر د آیینې ټلویزون د خپرونو بیا پیل و، خو په غور ولایت کې بیا د فیروز کوه په نامه یوې راډیو خپلې خپرونې ودرولې دي. همداشان په یوشمیر ولایتونو کې د خبریالانو او اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو ترمینځ همغږۍ ښیې شوې دي، مګر په عین حال کې په څو نورو ولایتونو کې بیا د موسیقۍ او تفریحي خپرونو په خپرولو بندیز لګیدلی دی.

  • رسنۍ په اونۍ کې/ د ډسمبر لومړۍ اونۍ

    5. December 2021, 10:10

    له بلخ ولایته رپوټونه وایي چې دغلته اوس اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې یو څه پرمختګونه رامنځته شوي، مثلاٌ خبریالان اوس تر ډيره حکوتي غونډو ته ور غوښتل کیږي او له ورځنیو حکومتي چارو تر یوه حده معلومات ورسره شریکیږي. بلخوا په کنړ ولایت کې بیا د یوه ځایي خبریال او ولایت د مقام ترمینځ رامنځته شوې ستونزه د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په منځګړیتوب اواره شوه.

  • رسنۍ په اونۍ کې/ د نومبر څلورمه اونۍ

    28. November 2021, 04:20

    تیره اونۍ په لغمان ولایت کې د هیلې په نامه یوې راډیو خپل فعالیتونه د اقتصادي ستونزو له امله ودرول.
    د خبریالانو د وهلو ټکولو او ورسره د ناسم چلند او تاوتریخوالي پیښې په پرله پسې ډول دوام لري. حکومت که څه هم ددغه وضعیت د ښه کولو وعدې کړي خو له بدمرغه چې لاهم دغه شان پیښې تکراریږي.

  • رسنۍ په اونۍ کې/ د نومبر دریمه اونۍ

    21. November 2021, 09:01

    تیره اونۍ هم د هیواد له زونونو او ولایتونو نه د بیان ازادۍ، خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه بیلابیل مثبت او منفي رپوټونه مو لرل. د مثبتو رپوټونو ترمینځ زیاتره د خبریالانو او اطلاعاتو او فرهنګ د ریاستونو او نورو حکومتي مسوولینو ترمنیځ د هغږیو خبر و. مګر له بدمرغه د رسنیو د بد اقتصادي وضعیت او خبریالانو د وزګارتیا موضوع لا هم خواشینونکې ده. تیره اونۍ له بده مرغه د هیواد د رسنیو کورنۍ خپل یو غړی له لاسه ورکړ. د نور ټلویزون د خبري خپرونو پخوانی ویونکی کامران ابراهیمي ایران ته په لار د موټر د اوښتو پیښه کې خپل ژوند بایلود.
    په دغه رپوټ کې په تفصیل سره دغو موضوعات را اخلو.

  • رسنۍ په اونۍ کې/ د نومبر دویمه اونۍ

    13. November 2021, 16:19

    تیره اونۍ مو د هیواد له بیلابیلو ولایتونو د بیان د ازادۍ، خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه ډول ډول رپوټونه درلودل. دلته په مفصله توګه د زونونو او ولایتونو له مخې ورباندې بحث کوو.

  • رسنۍ په اونۍ کې/ د نومبر لومړۍ اونۍ

    4. November 2021, 16:23

    دا اونۍ له بده مرغه خبریالانو ته له اقتصادي ستونزو ورهاخوا، د خوندیتوب برخه کې هم له ستونزو سره مله وه. چې د رسنیو، خبریالانو او له خبریالانو د ملاتړ بنسټونو د اندیښنې یې زیاتې کړې دي. لومړۍ قضیه د لړم په ۶مه وه چې د خامه پریس خبریال عبدالخالق حسیني د کابل د نهمې حوزې په ساحه کې د وسله والو کسانو لخوا ووهل شو. بله قضیه بیا د لړم په ۷مه پیښه شوه چې په لوګر ولایت کې د مهال راډیو رییس زاهدالله حسین خیل، د اسلامي امارات د سرتیرو لخوا ونیول شو او وډبول شو. دریمه پیښه بیا د لړم په ۸مه وه چې د ایران د صدا وسیما خبریال علیرضا شریفي باندې د وسله والو له لوري مرګونی برید وشو او له امله یې نوموړی سخت ټپي شو. د لړم په اتمه دغه راز د راه فراد ټلویزون خبریال حسین احمدي په کابل کې د پاسپورټ ریاست پروړاندې ونیول شو او د هماغې ورځې په له غرمې وروسته بیرته ازاد کړل شو. د همدې میاشتې په ۱۳مه د مشرانو جرګې ټلویزون د تخنیګ برخې کارکونکي محمد هارون، د اقتصادي ستونزو له امله ځان زیندۍ کړ او ومړ.

  • رسنۍ په اونۍ کې/ د اکتوبر څلورمه اونۍ

    29. October 2021, 09:07

    دا اونۍ مو په هیواد کې د رسنیو د وضعیت ارزونه د ولایتونو له مخې کړې ده. د ټول هیواد په کچه په ولایتونو کې زموږ ولایتي همکارانو او په زونونو کې زموږ استازو په خورا دقت او زیرتیا سره په خپلو سیمو کې د بیان ازادي، د رسنیو او خبریالانو وضعیت څارلی او رپوټ ورکونه یې کړې ده. دلته مو هغه مسایل او پیښې راخستي چې په یو شمیر ولایتونو کې شوې دي.

  • رسنۍ په اونۍ کې / د اکتوبر دریمه اوونۍ

    21. October 2021, 17:46

    دا اونۍ د خبریالانو او رسنیو تر ټولو زیات  شکایتونه د اقتصادي ستونزو، د حکومتي مسوولینو لخوا د اطلاعاتو نه شریکولو او سانسور شدت له ناحیې وو. په زیاتو ولایتونو کې د حکومت لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونه د اطلاعاتو او معلوماتو د شریکولو یوازینۍ سرچینې ټاکل شوې دي، چې دغه ادرسونه هم یوازې د خپلې خوښې حکومتي معلومات له رسنیو سره شریکوي او ډیرکله د پیښو او ټولنیزو ستونزو په اړه چوپتیا غوره کوي. 

  • رسنۍ په اونۍ کې / د اکتوبر لومړۍ اوونۍ

    10. October 2021, 10:41

    نږدې یوه نیمه میاشت وروسته له دې چې طالبانو د هیواد واک ترلاسه کړ او د بیان ازادي او د رسنیو ، ژورنالیستانو او د مصوونیت او خوندیتوب په اړه یې ژمنې هم وکړې، خو لاهم در رسنیو پر وړاندې – معلوماتو ته د لاسرسي له محدودیت څخه رانیولې بیا تر ډول ډول ګواښونو او فزیکي او رواني تاوتریخوالو پورې – ستونزې شتون لري.