تېرو دوو لسيزو کې خبريالانو او رسنيو د کره او بې پرې اطلاع رسونې په برخه کې مهم رول درلودلی او په دې برخه کې یې خپل بې پريتوب او مسلکي توب ثابت کړی دی، خو په وروستیو میاشتو کې د مسلکي او بې پري چلند سربېره بيا هم خبريالان په بېلابېلو ولايتونو کې پر وخت اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري او له یو لړ ستونزو سره مخ دي.
د فبرورۍ ۱۳مه د راډيو نړيواله ورځ ده او د راډيو تر راتګ د شاوخوا يوې پېړۍ په تېرېدو سره لا هم د نړۍ په بېلابېلو ځايونو کې راډيو اورېدونکي لري.
د ملګرو ملتونو ښوونيزې، علمي او کلتوري ادارې يا يونيسکو له راډيوګانو غوښتي چې د راډيو نړيواله ورځ دې په درېيو موخو د خپلواکې او با کيفيته منځپانګې د توليد، اورېدونکو ته د پاملرنې او د رقابتي فضاء رامنځته کېدو سره ونمانځي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د طلوع نیوز د پخوانی نطاق او د مالیې وزارت د مطبوعاتو اوسني آمر نعمت راون وژنه په کلکه غندي او له حکومته غواړي چې دا قضیه په جدي توګه تعقیب کړي،عاملین پیدا او عدالت ته وسپاري.
د افغانستان د خبریالانو خوندیتوب کمیټې (AJSC) د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري برخې (یونیسکو)، نی (په افغانستان کې د آزادو رسنیو ملاتړې ادارې) او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) په همکارۍ، د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ د افغانستان په پلازمېنه کابل کې ونمانځل.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د هیواد ټولو خبریالانو او د رسنیو کارکونکو ته د کب د ۲۷ مې د خبریالانو د ملي ورځې مبارکي وایي. سږکال دغه ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې په هیواد کې خبریالان، د رسنیو کارکونکي او رسنۍ له بې سارو او جدي امنیتي او مالي ستونزو سره مخ دي، په ځانګړې توګه هغه اندیښنې چې په هیواد کې د بیان د آزادۍ د راتلونکې په اړه موجودې دي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د کورنیو چارو وزارت د ویاند طارق آرین په رسمي ټویټر پاڼه د وروستیو څرګندونو په اړه چې ګواکې یوې خصوصي رسنۍ د چاودیدونکو توکو په لیږد که لاس لاره ژوره اندیښمنه ده. کمیټه له کورنیو چارو وزارت نه غواړي چې دا مسله ژر تر ژره د هیواد د رسنیوکورنۍ او عامو خلکو ته روښانه کړي.
هغه شمیرې چې په دې وروستیو کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو او د رسنیو د ښځینه کارکونکو د شمیر په اړه ترلاسه کړې دي ښیې چې په تیرو شپږو میاشتو کې د هیواد په رسنیو کې ۱۸ سلنه ښځینه خبریالانې او د رسنیو کارکونکې کمې شوې دي. دغه شمیرې اندیښمنونکې دي او په هیواد کې د خبریالۍ د کار د وضعیت د خرابوالي څرګندویي کوي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د ننګرهار ولایت په مرکز، جلال آباد ښارکې په دوو جلا بریدونو کې د انعکاس ټلویزیون د دریو کارکوونکو وژنه په کلکه غندي. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه د یادو شهیدانو کورنیو او همکارانو سره خپله غم شریکي څرګندوي او د جمیل صبر غوښتنه ورته کوي.
په ۲۰۲۰ کال کې، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې، د خبریالانو او رسنیو د کارکونکو پر وړاندې د تاوتریخوالو ۱۳۲ مورده چې پکې (ټپی کیدل، وهل ټوکل،تښتول، ګواښل، غلا او ناوړه چلند) شامل دي، ثبت کړي. د ۲۰۱۹ د شمیرو (۱۰۵) سره په پرتله، په دې کال کې د تاوتریخوالو کچه ۲۶ سلنه لوړه شوې ده.
له دې سره د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د رسنیو د آزادۍ د نړیوال ایتلاف له غړیو هیوادونو لکه انګلستان، کاناډا او نړیوالو ادارو څخه غواړي ترڅو د افغانستان حکومت وهڅوي چې اړوندې حکومتي ادارې دې ته اړې کړي، هغه ژمنې چې له دغه نړیوال ایتلاف سره د یو ځای کیدو پر مهال یې کړي دي عملي کړي.