پر زهره راډیو برید چې د ۱۳۹۹ د جدي په ۲۶مه د جمعې په ورځ د مولوي عبدالبصیر په امر د لمونځکونکو له خوا ترسره شوې وه، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې له لوري تعقیب شو.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه پر زهره راډیو باندې نننی برید په کله غندي او له حکومت څخه غواړي چې دغه موضوع په جدي توګه وڅیړي ترڅو یې عاملان د قانون منګولو ته وسپارل شي او د څیړنو پایلې له خلکو او رسنیو سره شریکې کړل شي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه، د رسنیو د ملاتړ نړیواله اداره او د بې پولې رپورټرانو سازمان د هیواد د رسنیزې کورنۍ له لیک څخه خپل ملاتړ اعلانوي او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غواړي چې د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالو د را کمونې په برخه کې جدي اقدامات ترسره کړي.
د طلوع ټلویزون د خپرونو پخوانی ویاند یما سیاوش، د نوامبرمیاشتي په ۷مه له خپلو دوو همکارانو سره یوځای، ددوی په موټر پورې د نښلول شوي مقناطیسي ماین د چاودنې له امله شهید شو.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د نوموړي کورنۍ او د هیواد رسنیزې ټولنې ته د تسلیت ویلو ترڅنګ، دا عمل یو بشري جنایت بولي او په کلکو ټکو یې غندي.
په دغه رپوټ کې په مشخصه توګه د ۲۰۲۰ کال لومړیو میاشتو کې د خبریالانو د وضعیت، د کرونا ناورین پر مهال اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي، د سولې خبرې اترې او بیان د ازادۍ، د بیان او رسنیو د ساتنې لپاره د کمیټې د لارې نقشې، او د رسنیو د تازه طرحې د ستونزو په اړه مسایل مطرح شوي دي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د ملګروملتونو دسیاسي دفتر یوناما او ددغه سازمان له فرهنګي برخې یونسکو سره په ګډه د نومبر دویمه د خبریالانوپروړاندې د تاوتریخوالي دعاملینو دمعافیت دختمیدو نړیواله ورځ ونمانځله.
په دغه غونډه کې لوړپوړو دولتي چارواکو،بهرنیو ډیپلیماتانو،خبریالانو،د رسنیومسوولینو،حقوق پوهانو او دمدني ټولنې استازو ګډون کړی و.
د افغان خبریالانو دخوندیتوب کمیټې نږدې دوه کاله وړاندې په دې اړه د یوې سروې له مخې څیړنه هم کړې وه او پایلو یې داښوده چې ګڼ شمیر هغه خبریالان چې د تاوتریخجنو پیښو له سیمو یاهم له تاوتریخوالي سره د اړونده پیښو په اړه رپوټونه چمتو کوي ، له روحي ناکراریو ځوریږي .
د افغان خبریالانو دخوندیتوب کمیټه پورتنیو ټکو ته په پام سره په هیواد کې د بیان د ازادۍ ،خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه اندیښمنه ده او په جګړه کې له ښکیلو غاړو غواړي لکه څنګه چې رسنۍ غیرپوځي ادارې دي او هیڅ یوې ډلې پورې اړه نه لري او هم یوازې خلکو ته د دقیقو او کره مالوماتو په رسونه کې کار کوي ، له مسلکي اړخه هم نشي کولای دهیڅ یوې خوا اړخ ونیسي ، نو باید ددوی خوندیتوب ته په جدي توګه پاملرنه وشي.
موږ له افغان دولت او اړوندو ملي او نړيوالو بنسټونو غواړو چې د افغانستان له رسنيو او رسنيزو کارکوونکو پراخه ملاتړ وکړي او د هغوى امنيت، خونديتوب او ساتنې ته لومړيتوب ورکړي.
د افغان خبریالانو دخوندیتوب کمیټه په داسې حال کې چې د دغه خبریال وهل ټکول په کلکه غندي ، دغه کار یو ناقانونه او د بیان د ازدۍ او ډیموکراسۍ ضد یو عمل بولي.